ایکنانیوز د اسلامی تبلیغاتو د غږمله شورا د عمومی اړیکو د برخې له قوله راپور راکوي،په دې مناست د خپرې شوي اعلامیې متن ایکنانیوز ته رارسیدلی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوو.
بسماللهالرحمنالرحیم
د رجب مبارکه میاشت، له نور ،رحمت، او الهي برکته ډکه میاشت او ایام البیض( د رجب دمیاشتې ،دیارلسمه،څوارلسمه او پنځلسمه ) او داعتکاف نیک او ښه سنت لرونکې میاشت، د خداوندمتعال ته د تقرب او نزدیکت لپاره استثنائي فرصت او د نفس تزکیه ،عبادت او بندګۍ او توبې او د ځان جوړونې او د شعبان او رمضان دمبارکو میاشتو له برکتونو څخه د برخمنیدا لپاهر دتیارئ دنیولو میاشت او همداراز د پیوستون ود روح او اجتماعي انسجام د پیاوړتیا او د اسلامی ټولنې د لوړتیا په لاره کې درغنده حرکتونو لپاره الهام بخښونکي میاشت ده .
د اسلامی تبلیغاتو غږمله شورا ددغې مبارکې میاشتې او شپو ورځو او د مولا لاموحدین امیر المؤمنین حضرت امام علی علیه السلام د نیکمرغه میلاد په مناسبت په مبارکۍ وئیلو سره ، دقدرتمن هیواد له خدای غواړو او مومنو خلکو څخه غوړو ،څو په جوماتونو امامباړو او مقدسو ځایونو کې په شتون سره د قرآن کریم د قرائت او معرفت دکړیو په ترسره کولو سره ، د مذهبی ویناو او پروګرامونو او ،دعا او د شپې مهال مناجاتو او د روژه ساتنې او همداراز د فتح سورې ، د صحیفه سجادیه د څوارلسمې دعا دلوستولو او ورسره د داسلامی مقاومتی جبهې دبریالیتوب او کامیابۍ لپاره په دعا سره دې د اعتکاف او ایام البیض په معنوي دستورو کې ډون وکړي.
له خداوندمتعاله غواړو چې ټولو خلکو سره د معنوي لوړتیا، ودې او دبندګۍ په لاره کې مرسته وکړي او په دغو شپو ورځو کې په ولولناک او پرتمین شتون سره ، دټولو په شخصي او اجتماعی ژوند کې دالهی برکتونو او مهربانیو دځلیدا زمینه جوړه کړي، ان شاالله ...
https://iqna.ir/en/news/3491445